The news is by your side.

خلیلزاد: د تلپاتې سولې لپاره په احتياط موثر ګامونه اخلو

0

 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د پنځم پړاو خبرو نه وروسته ویلي چې په قطر کې یې له طالب پلاوي سره خبرې خورا ګټورې وې. خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی باید په احتیاط خو موثر ګامونه پورته کړي څو یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې دوه ورځې وروسته به بیا له طالبانو سره خبرې پیل شي او په راتلونکو دوو ورځو کې به د افغان سولې پر کورنيو چارو خبرې وشي. خلیلزاد زیاته کړې چې په دې دوو ورځو کې یې په څلورو مواردو بحث کړی دی خو نوموړي یاد څلور موارد نه دي په ډاګه کړي. وړاندې تر دې ځینې سرچینو ویلي وو چې دا څلور موضوعات له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه رامنځته کېدل، اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو پیلول دي. ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په قطر کې د امریکایي او طالب استازو تر منځ شپږم پړاو خبرې پیل شي خو دا لا روښانه نه ده چې ایا په دې خبرو کې به افغان حکومت هم ګډون ولري او کنه.

(Visited 87 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.