The news is by your side.

خلیلزاد له جرمني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په جرمني کې دی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې تر دې دمه خبرې مهمې او رغوونکې دي. د خلیلزاد په وینا دوی پر افغان سوله یې خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې په همدې اړه یو کنفرانس هم په المان کې جوړ شي. ده په یوه ټوېټر پیغام کې ویلي، چې المان به د امریکا او اروپا یو ګډ کنفرانس جوړوي او په دغه کنفرانس کې به پر افغان سوله خبرې کېږي. خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل اووم سفر پیل کړی دی او په لومړي سر کې پاکستان ته تللی دی. خلیلزاد به ددې سفر په اوږدو کې یو ځل بیا له طالب استازو سره مخامخ خبرې کوي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.