The news is by your side.

خلیلزاد: ملابرادر د امریکا په غوښتنه ازاد شو

0

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان ملاعبدالغني برادر د امریکا په غوښتنه خوشې کړ.
زلمي خلیلزاد چې د امریکا په سولې انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې وویل، افغانستان او امریکا به د سولې په روانې پروسې کې د پاکستان د مرستې په بدل کې له یاد هېواد سره خپلې اړیکې ښې کړي.
ده همداراز وویل، که څه هم پاکستان په تاریخي لحاظ د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت رول نه‌دی لوبولی، خو د ملابرادر په خوشې کولو یې وښوده چې په خپل دریځ کې بدلون راولي.
د خلیلزاد په وینا، پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کړی، خو په افغانستان کې د سولې راتلل به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ښه کېدو سره ډېره مرسته وکړي.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.