The news is by your side.

دانش: ټاکنې د افغانانو لومړیتوب دی

0

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وایي، ولسمشریزې ټاکنې د افغانانو لومړیتوب دی.
هغه د اختر په درېیمه ورځ له یو شمېر جهادي رهبرانو، د مشرانو جرگې غړیو او د کابل ښار ځینو اوسېدونکیو سره د لېدنې پر مهال زیاته کړې، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بشپړې شوي، خو په وینا یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرې به له ولسمشریزو ټاکنو وروسته له سره پیل شي.
د دانش په خبره، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب نماینده‌گانو تر منځ یوازې د دواړو خواوو اړوند خبرې تر سره شوي او په خبره یې د هېواد سیاسي نظام د څرنگوالي، د اساسي قانون او هغه موارد چې افغان دولت پورې تړاو لري هېڅ بحث نه‌دی شوی او افغان دولت په دې مورد کې د مذاکرې اړخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي او طالب استازیو تر منځ اتم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دوی تر منځ یو تړون هم لاس‌لیک شي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.