The news is by your side.

د ارمان لوڼي د وژنې غبرګون کې؛ د پاکستان پر ضد لاریونونه

0

د ارمان لوڼي د وژنې غبرګون کې؛
په لر او بر کې د پاکستان پر ضد لاریونونه شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژنې پرضد نن د لر او بر وطن په غټو او وړو ښارونو، امريکا، اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو کې احتجاجي لارویونونه روان دي. د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرو اعلان د پي ټي اېم مشر منظور پشتين کړی او په ټويټر يې د مظاهرو ځايونه او وختونه ښودلي دي. پرون د دوشنبې په ورځ د پښتون ملي عوامي ګوند په اعلان په بلوچستان کې کاربنديز شوی وو چې عوامي نيشنل ګوند، بلوڅ ملت پاله ګوندونو، کاروباري خلکو او وکيلانو د دې کاربنديز ملاتړ کړی وو. ارمان لوڼی د شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د پاکستاني پولیس لخوا د قونداغونو په ګزارونو ووژل شو خو پولیسو ویلي چې ارمان د زړه د حملې له امله وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بلوچستان او افغانستان په يو شمېر سيمو کې د ارمان لوڼي غايبانه جنازې وشوي او احتجاجي لاریونونه وشول.

(Visited 89 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.