The news is by your side.

د افغانستان، چين او پاکستان؛درې اړخیزه غونډه نن کابل کې ترسره شوه

0

د افغانستان، پاکستان او چین دویمه درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې تر سره شوې ده. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان وویل د دې غونډې د ترسره کېدو موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته کول، د دواړو هېوداونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره کارنده مبارزه وه. زمان زیاته کړه چې په هېواد کې له یوې سیاسي حللارې ترهګري په بشپړه توګه له منځه نه ځي نو اړینه ده ددې پدېدې د نابودي لپاره دولت پر دولت همکاري پیاوړې او دا چاره په سمه توګه ترسره شي. په ورته وخت کې د چین سفیر لیو جین سونګ وویل، دوی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي. لیو دغه راز وویل چین په افغانستان کې د سولې د هغو خبرو هرکلی کوي چې رهبري او مالکیت یې د افغانانو وي. بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وویل، دوی باید په دې غونډو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته بې اعتمادي له منځه یوسي. هغه زیاته کړې، له شک پرته افغان سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده او دوی ترې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.