The news is by your side.

د امریکا سنا له سعودي ایتلاف د ملاتړ ختمولو طرحه تصویب کړه

0

د امریکا سنا داسې طرحه تصویب کړې چې د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې نه د امریکا ملاتړ درېدو غوښتنه کوي. دا طرحه د ۵۴ تایید او ۴۶ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوه. ډونالډ ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې که داسې پریکړه لیک تصویب شي، دی به یې رد کړي. په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړه ۲۰۱۵ کال پیل شوه چې هلته د زرګونه کسانو د وژل کېدو او د پراخه لوږې تندې لامل شوه. د بې پيلوټه الوتکو لوجیستیکي ملاتړ د سعودي په مشرۍ یمن کې له ایتلاف ځواکونو سره د امریکا یوه مرسته ده. په دې جګړه کې سعودي له امریکا پېرل شوې وسله کاروي. د امریکا د سنا پریکړه لیک ددې هېواد د ولسمشر د واکونو محدودولو کمسارې هڅه بلل کیږي چې په ۳۰ ورځو د ننه د یمن په شخړه کې د امریکا د ګډون ختمېدو غوښتنه کوي.

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.