The news is by your side.

د تاجکستان په یو زندان کې ۳۲ کسان وژل شوي

0

د تاجکستان مرکز دوشنبې کې په یو زندان کې د تاوتریخوالې له امله ۳۲ تنه وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس د تاجکستاني چارواکو له قوله ویلي، یاده پېښه د یکشنبې په ورځ په دغه زندان کې د داعش زندانیانو تر بلوا پیلېدو وروسته رامنځته شوې ده. دغه زندان چې تر ډېره سیاسي او یا له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي کسان پکې بندیان دي د تاجکستان مرکز دوشنبې په لس کېلومترۍ د وحدت په نوم سیمه کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې موقعیت لري. رویټرز وایي، په وژل شویو کسانو کې درې تنه د زندان ساتونکي او ۲۹ زندانیان شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد ګڼ شمېر وګړي په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.