The news is by your side.

د تهران پخوانی ښاروال د خپلې ښځې د قتل په جرم په اعدام محکوم شو

0

د ایران د قضائیه قوې ویندوی غلام حسین اسماعیلي نن د جولای په دېرشمه خبریالانو ته وویل چې نجفي عمدي قتل کړی او له دې امله ابتدائیه محکمې د اعدام حکم ورباندې کړی دی.

هغه همداراز د غیر قانوني وسلې درلودلو په جرم په دوه کاله زندان محکوم شوی دی.

محمد علي نجفي ۶۷ کلن دی.

هغه شل ورځي وخت لري چې د استېناف محکمې ته عرض وکړي.

د محمد علي نجفي ښځه میترا استاد نومېده او په مې میاشت کې د تهران په شمال غرب کې مړه ومندل شوه.

میترا استاد د نجفي دوهمه ښځه وه.

د محمد علي نجفي مدافع وکیل ویلي چې هغه عمداً خپله ښځه نه ده وژلې، بلکې له هغې سره په جنګ کې یې خطايي ډزې کړي او هغه یې وژلې ده.

تېرکال پر ټولنیزو رسنیو د محمد علي نجفي یوه ویډیو خپره شوه چې د ځوانو ښځو د ساز او نڅا په مجلس کې ناست و، هغه د دې ويډیو تر خپرېډو وروسته د تهران د ښاروالۍ له څوکۍ استعفا وکړه.

pa.azadiradio.com

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.