The news is by your side.

د حافظ سعید نیونه؛ ټرمپ وايي فشار زمونږ و

0

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وايي، د پاکستان لخوا د حافظ سعید نیول کېدل د هغه  دوه کلن فشار پایله وه چې مونږ پر پاکستان وارد کړی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دوو کلونو پرله پسې فشار په ترڅ کې پاکستان دې ته تیار شو، چې حافظ سعید ونیسي.

د پاکستان حکومت تېره ورځ وویل چې حافظ سعید یې نیولی دی.

امریکا  او هند ویلي و چې سعید په زیاتو ترهګریزو بریدونو کې دخیل دی.

حافظ سعید تر دې وړاندې په پاکستان کې ازاد ژوند درلود او د پاکستاني پوځ له لوري يې امنیت خوندي کېده.

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.