The news is by your side.

د خان عبدالغفار خان د مزار جوړېدو چارې پیل شوې

0

له کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عبدالغفار خان مزار د جوړېدو چارې پیل شوې، چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي، چې یاد مزار به د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له لوري د ۴۳ میلیونه او اته سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړ شي، چې د ساختمان سربېره به څلور ګمبزې، یو څلوېښت متره منار، پارکېنګ او نور اړین ملحقات ولري . میاخېل ویلي، د دې مزار جوړیدل به د لرو بر پښتنو د جلا کېدو د مخنیوي، د پښتنو قومونو د یوالي او د سولې او پخلاینې لپاره مهم زیری شي. ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس اورنګ صمیم ویلي، چې د پاچا خان مزار د جوړیدو چارې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې، چې له هغې وروسته په وقفه یي ډول پرې کار کېده. صمیم ویلي، د باچا خان مزار د جوړیدو چارې به په ټاکلې وخت ترسره شي.

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.