The news is by your side.

د داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنې ښودل شوې دي

0

د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې فعالیتونو زیاتې انديښنې پارولي دي. په ختیځ کې په خاصه توګه کونړ کې داعش ډلې فعالیتونه زیات کړي او تاوان یې ملکیانو ته اوړي .د کونړ په ګاونډ ولایت نورستان کې بیا د داعش فعالیتونه ډېر نه‌ دي تر سترګو شوي او ویل کېږي چې د دغه ولایت یوازې هغه سیمې له ګواښ سره مخې دي چې د کونړ له چپې درې سره نږدې پرتې دي. اخوا د ننګرهار اوسېدونکي بیا وايي، داعش که څه هم په خپل پخواني قوت کې نه‌ دی پاتې خو لا هم د ننګرهار ځینې لېرې پرتې ولسولۍ له تهدید سره مخ کوي. د افغانستان په ختیځ کې خلک داسې وخت د داعش په فعالیتونو اندېښنه ښکاره کوي چې دې ډلې لوړپوړي امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي تېره اوونۍ ویلي و چې داعش په افغانستان کې امریکا ته یو جدي ګواښ دی.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.