The news is by your side.

د زابل په دایچوپان کې تړلي ښوونځي پرانیستل شول

0

د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې تر اتلس کلن ځنډ وروسته ښوونځي پرانیستل شوي دي. د زابل ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ځايي خلکو په غوښتنه او د پوهنې ریاست په هڅو ددغه ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې ۶ بابه ښوونځي پرانیستل شوي، چې ورسره سم به لسګونه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي. ددغه ولایت د پوهنې رییس نصر الله ذاهد وايي دغه ښوونځي له اتلسو کلونو راهیسې تړلي وو، چې اوس به نږدې ۱۸۰۰ زده کوونکي پکې زده کړې وکړي. دده په خبره له دې ډلې ۸۵ یې نجونې دي چې په ځانګړي ښوونځي کې زده کړې کوي. ځايي خلک هم د پوهنې ریاست دغه کار ستايي او د پاتې تړلو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

(Visited 135 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.