The news is by your side.

د سولې ولسي حرکت په لغمان کې لاریون کوي

0

د سولې ولسي حرکت ویاند وايي، د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي.
بسم الله وطندوست له سرخط سره په خبرو کې وویل، په یاد لاريون کې به زرګونه کسان برخه واخلي او پر مهال به یې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړي چې له وژنو لاس واخلي او اوربند وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د سولې ولسي حرکت او لاریون کوونکي به د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې روان حالت پای‌ته ورسوي او په روانه جګړه کې باید نور عسکر، ولس او طالب و نه ‌وژل شي.
د وطندوست په وینا، په لغمان کې د یوې ورځې لپاره لاریون کوي، خو دغه راز په پام کې لري چې په کونړ او نورو مشرقي ولایتونو کې هم ستر لاریونونه وکړي.

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.