The news is by your side.

د طالبانو د عملیاتو په اړه؛خلیلزاد د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی

0

زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو په اړه د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي او واحد دریځ مهم دی. دده په خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې د طالبانو الفتح عملیات یې غندلي دي. وسله والو طالبانو تېره جمعه په ټول هېواد کې الفتح عملیات اعلان کړل. دغه عملیات د افغان حکومت او امریکا له غبرګون سره مخ شول. تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې دغه عملیات غندلي وو. ددوی په خبره د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي نو طالبانو ته په کار وه چې له دې مهم فرصت استفاده وکړي او له جګړو لاس واخلي.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.