cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د غني سرې کرښې مو وپېژندې؟/محمدروښان ښاد – afghansabawoon
The news is by your side.

د غني سرې کرښې مو وپېژندې؟/محمدروښان ښاد

0

ولسمشر غني تېر څلور نیم کاله تر فوق العاده فشار لاندې تېر کړل. له یوې خوا د جنګ فشار له بل لوري د مافیا او سیاسي ډلو ټپلو د توطیو او دسیسو د دفعه کولو فشار او دریم لورته د نړیوالو د قانع کولو فشار.

په یو وخت کې د دغو درې واړو فشارونو تحمل او دفعه کول اسانه خبره نه ده. که د ولسمشر غني پرځای د خوړ ډبره وای، نو د دغومره فشارونو پر وړاندې به ویلې شوې وای. مګر ولسمشر غني له خپل وطن او ولس سره د بې کچې مینې له امله دا ټول فشارونه په اسانۍ وزغمل. هغه هره سخته په ځان تېره کړه، خو ولس یې نهیلیو ته یوازې پرېنښود.

جمهوررئیس غني په تېرو څلور نیمو کالو حکومت کې بې خوبۍ تېرې کړې، ستړې یې وګاللې، نادودې یې واورېدلې، بد رد او ان ښکنځلې یې واورېدلې، خو هغه نه خوا بده کړه، نه احساساتي اومرور شو او نه یې هم په چلند کې داسې بدلون حس شو چې د غچ او یا د غبرګون شک دې ورباندې وشي.

د دې ټولو عمده دلیل دادی چې غني د هیواد په راتلونکي کې ورک دی، هغه نهایت لویې موخې لري او غواړي چې شیبه په شیبه خپلو موخو ته ځان ور نږدې کړي. نوموړی نه غواړي چې په ډېرو وړو، سلیقوي او اختلافي مسایلو کې ځان ښکېل کړي.

غني تر بل هر چا فرصتونه ښه درک کوي او همدارنګه د وخت په ارزښت هم له نورو ښه پوهېږي. هغه نه غواړي چې وخت او فرصتونه ضایع شي. هغه وایي له فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي. د همدې لپاره یې په ډېرو مسایلو ځان ناګاره کړی دی او ته به وایې چې هیڅ ورنه خبر نه دی. هغه خبر دی، مګر ځکه ځان نه خبروي چې له خپلو لویو موخو به شاته پاتې شي.

د معامله ګرۍ په دې ماحول کې چې یو ځل بیا ولسمشریزې ټاکنې رانږدې دي د ډېرو اټکل دا وو چې راتلونکې ټاکنې به د ولسمشر غني تمرکز خراب کړي او هغه به دېته واداره کړي چې د خپل واک د غځولو او یو ځل بیا واک ته د رسېدو لپاره سیاسي معاملې وکړي.

ښاغلي قانوني د غني په اړه وایي چې وطن، ملي ګټې او نظام د ولسمشر غني لپاره سرې کرښې دي او په دې اړه ورته هیڅ ډول معامله او جوړجاړی هم د منلو وړ نه دی، مګر بل لورته حنیف اتمر لا وار دمخه ان د نظام د بدلون په سر معامله له جمعتیانو سره منلې، نو هیله ده چې اوس مو د غني سرې کرښې پېژندلې وي او دا مو درک کړې وي چې غني لکه ونه مستقیم په خپل مقام دی. هغه د نورو سیاسیونو غوندې د واک وږی نه دی او نه یې هم هدف واک ته رسېدل دي. هغه واک ته رسېدل وسیله بولي، د خدمت وسیله . هغه غواړي چې خپل وطن، ولس او ملي ګټې وپالي.

له همدې امله ټول معامله ګر، باجګیران او هغوی چې تل یې د وطن ملي ګټې لا څه په ډېرو وړو وړو مسایلو معاملې کړې دي د غني خلاف د اتمر او نورو ډلو ټپلو تر شا راټول دي. دوی غواړي چې غني ناکام کړي، مګر دغه هیله به یې ځکه پوره نشي چې د غني تر شا وطن او ولس ولاړ دی.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.