The news is by your side.

د فراه انار دره ولسوالي بېرته له طالبانو نیول شوې

0

د فراه والي وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نیولی دی. محمد شعیب ثابت وویل چې دا مهال د انار درې ولسوالۍ مرکز کې وضعیت ارام دی. ثابت وویل، د انار درې د ولسوالۍ په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د انار درې ولسوالۍ مرکز یوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو نېولی و. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه چې حکومتي ځواکونو ترې بېرته د انار درې ولسوالي نیولې، څه نه دي ویلي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.