The news is by your side.

د مسکو غونډه به په افغانستان کې سیاسي وېش نور هم ژور کړي

0

ټایمز ډهلي: 
د مسکو غونډه به په افغانستان کې سیاسي وېش نور هم ژور کړي

ټایمز ډهلي ورځپاڼه وايي د هند حکومت د سولې په اړه د هرې هغې غونډې مخالف دی چې په هغه کې د افغان حکومت استازي حضور و نه لري. د سرچینې په خبره د افغان حکومت د استازو له حضور پرته به دغه ډول غونډې سیاسي وېش ژور کړي او د افغانستان مرکزي حکومت به کمزوری کړي. دغه غونډه سبا سه شنبه په مسکو کې پيلېږي او تر چهارشنبې پورې به دوام وکړي. په غونډه کې سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنو استازي ګډون کوي. غونډه په مسکو کې د مېشتو افغانانو د اتحادیې له لوري جوړه شوې ده او موضوع یې هم د افغانستان سوله ده. طالبانو وار د مخه په دغه غونډه کې د خپلو استازو ګډون منلی دی او وایي چې د

شیرعباس ستانکزي په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی په غونډه کې ګډون کوي.

سپوږمۍ رادیو

(Visited 61 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.