The news is by your side.

د ملا عباس بیا بیا مخاطبول!/ محمدروښان ښاد

0

جمهوررئیس غني په سلام خانې ماڼۍ کې د شهیدانو ورثې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د ملا عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې د ملي اردو د منحلېدو خبره یې په کې کړې وه وویل: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد ساتونکي دي او هیچاته به د سولې په پلمه دوی ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړو.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته توهین په حقیقت کې د افغانستان ولس ته توهین دی او ولس هیڅ توهین هم نه مني. د ملا شېرمحمد عباس ستانکزي په رښتیا هم د افغان اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په حق کې بې ادبي او ګستاخي ده، ځکه هغوی د هیواد د دفاع لپاره شپه او ورځ د خپل ژوند او سر په بیه مبارزه کوي، نو د دوی درناوی پر ټولو افغانانو فرض دی.

څه موده وړاندې په چهار چنار مانۍ کې یوې بلې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني ملاعباس ستانکزي ته د ګیدړ او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زمریانو خطاب وکړ، هغه وویل: ګیدړان او هغوی چې نور یې په زور د دوحې او ابوظبۍ مذاکراتو ته کشوي، راځي او زموږ د زمریانو د چپه کولو خبره کوي، که دوی رښتیا هم دومره تکړه وي، نو انتحار او انفجار دې پرېږدي او له هغوی سره دې مخامخ وجنګېږي.

د ملا عباس وروستیو څرګندونو نه یوازې ولسمشر غني، بلکې ټول افغانانو په غوسه کړي دي، ځکه د هغه له دغو څرګندونو وروسته ټولو افغانانو خپل غبرګون وښوده او د امنیتي او دفاعي ځواکونو انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل او له هغوی یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دیارلسو کالو کې دومره پختګۍ ته رسېدلي دي چې نن سبا په یوازې ځان د ترهګرو ډلو او د افغانستان د دښمن پر وړاندې په مېړانه جنګېږي او بیا داسې یو څوک چې نه یې هویت معلوم دی او نه یې اصلیت څرګند دی او لا هم د پاکستان په غېږ کې پټ دی او د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي، د هغوی دغه ډول څرګندونې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.

ولسمشر غني په ټول درایت سره دپاکستان او طالبانو شومې موخې څاري او هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې د سولې په نامه پردۍ او پاکستانۍ اجنډاوې په افغانانو ومني. له همدې امله د ولسمشر غني ټينګار په دې دی چې سوله باید په تدبیر وشي.

پاکستان او نور ګاونډیان دې دا فکر له ذهنه وباسي چې دوی به یو ځل بیا افغانستان په کنډواله بدل کړي او د افغانستان منابع به په وړیا توګه استفاده کړي، ځکه تېرو ناخوالو او کړنو افغانان هم هوښیار کړي او هم یې بیدار کړي حداقل د پاکستان او د وسله والو طالبانو شوم نیت او ناوړه اراده په اسانه درک کولی شي.

که طالبان رښتیا هم افغانان وي او په وطن یې زړه درد کوي، نو لومړی باید دوی د پاکستان له غلامۍ او غېږې ځانونه ازاد کړي. دوی باید د سولې لپاره خپله افغاني اجنډا وړاندې او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو شي. 

(Visited 42 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.