The news is by your side.

د افغانی میډیا او د افغان سیاستمدارانو غیر مسئولانه دریځ

0

لیکوال: عبدالکریم رحیم

د موقت حکومت د جوړولو په هکله دافغانی میډیا

او

د افغان سیاستمدارانو غیر مسئولانه دریځ

د افغانستان بدبختی په دی کی ده چی قومی او سیاسی ایلیت (elite) یې بهرنیانو اخیستی دي او د همدې امله د ملی ګټو مفهوم او د هیواد پالنې او ملت پالنې مفکوره ورسره نشته. او ددې دلیل دا دی چی دا خلک خپلو شخصي ګټو ته پر ملی منافعو ترجیح ورکوي. څو ورځی مخکی د پاکستان په حضور او د افغان حکومت په نه موجویت کی د امریکا او طالبانو ترمنځ د شپږ ورځنیو خبرو وروسته د امریکا خاص استازی خلیلزاد وویل چی دوی او طالبان سره یوې موافقی ته رسیدلي دي. ددی توافق یو مهم ټکی د افغانستان نه د امریکا د ځواکونو وتل دي او بله مهمه موضوع یی داده چی  طالبان به القاعده او داعش ته دا اجازه نه ورکوی چی د افغانستان د خاوری څخه د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد ټروریسټی عملیات وکړي. لکه طالبان چی د افغانستان حکومت وي.

دا به پر ځای پریږدو چې طالبان څوک دي چی د افغانستان په نمایندګۍ دا وعده امریکا ته ورکوي. پر څه چی زه غواړم منهمک شم هغه ددی موافقی په باره کی د افغانستان د اوسنی اولسمشر اشرف غنی اوه دقیقه ایی وینا او د بهرنۍ او کورنۍ میډیا له خوا ددې وینا منعکس کول او د افغانستان د سر سر سیاستمدارانو عکس العمل دی.

اشرف غنی وویل: «ما بخاطری به این [موضوع] تاکید میکنیم که ما از تجربهء زمان داکتر نجیب الله اګاهی کامل داریم. ما همه میدانیم که باو چګونه فریب داده شد. ملل متحد به وی تضمین تامین صلح داده بود اما متاسفانه به فاجعه انجامید. من بحیث یک [شخص] مسئول و رئیس جمهور منتخب از نقش فعلی منطقه و جهان اګاهی دارم و اینرا هم میدانم که خطر ها و تهدید های بعد از صلح کدام خواهند بود.»

ډاکټر نجیب الله ته ویل شوی وو چی دی به د ریاست جمهوری د مقام نه استعفی وکړی، د بیطرفو اشخاصو یوه انتقالی اداره به جوړه شي او دا اداره به انتخاباتو ته زمینه برابره کړی. البته دده ګوند به په ټاکنو کې برخه اخلي. نجیب الله تل په پېښور کی میشتو افغاني تنظیمونو ته ویل چی راځئ چې انتخابات وکړو او دا به یی لا هم ور زیاته کړه چې تاسې یې ګټی. خو هغوی نه منله ځکه چی پردو اجازه نه ورکوله. خو کله چی نجیب الله د ملکرو ملتونو په منځګړیتوب د دولت د ریاست نه ځان ګوښه کړ نو دسیسې جوړې شوې، په نتیجه کې مرکزی حکومت له منځه لاړ او جګړه پیل شوه چی تر اوسه روانه ده. د کابل د ښار زیاته برخه ورانه شوه او د ۵۰،۰۰۰ نه تر ۷۰،۰۰۰ تنه کابلیان ووژل شو. اشرف غنی د داسی پېښو د تکرار نه ویره لری او نه غواړی چی دی هم د سولی په نامه داسې وغولول شي چې تاریخی بدنامی یې نصیب شي. دا د هغه د وینا اصلی ټکی دی.

بهرنۍ میډیا لکه بی بی سی، د المان غږ او د ازادۍ راډیو ددې وینا یوازې هغه برخه یاده کړه چی د داود خان پر ضد د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوم د کودتا او د هغې وروسته فاجعی په باره کی وه. د ازادۍ د راډیو تمرکز د خلیلزاد په خبرو و. داچې د ډاکټر نجیب الله او بینان سیوان تر منځ پر څه روغه شوې وه او څنګه هغه ته دوکه ورکول شوی وه د هغی نه یی شیر غلت وواهه. د نجیب الله د رژیم کامل اضمحلال د امریکا او د هغه د متحدینو هدف و. د مجاهدینو د پاره د ریګن استازی پیټرټامسن هغه وخت سینهوا ته وویل چی مجاهدین به د نجیب الله رژیم په زور نسکوره کړي. د بهرنۍ میډیا نه ګیله نه شی کیدلی ځکه چی دا د ضد اطلاعات (disinformation) دستګاهګانی دي او هدف یی دادی چې د نورو هیوادونو د خلکو په نظریاتو تاثیر وګړي.

خو د کابل میډیا چی باید خلک د پیښو نه د افغانستان د ملي ګټو په نظر کی نیولو سره خبر کړی ډیر د تقبیح وړ دریځ غوره کړ. دوی علنا د بهرنیو د دریځ ملاتړ وکړ. مثلا د افغانستان د حکومت او ملت او د یو حاکمیت لرونکې  او مستقل هیواد پر ځای د یک ټلویزیون خبریال د کابل ایلیټ مطرح کوی. مطلب یی دا دی چی په کابل کې  موجود قدرتمن کسان، نه افغان ملت، د طالبانو سره ستونزه لري. د شمشاد تلویزیون چی مالک یی د اشرف غنی مشاوره هم دی د طالبانو او د حکومت تر منځ پر یو خبری توازن اتکا درلوده. او د طالبانو پر ضد د حکومتی قواو له خوا د زیاتیدونکو عملیاتو په باره کی داسې نګراني ښکاره کړه: نظامی شنونکی وایې چې د جنګی عملیاتو د زیاتوالی نه به د سولی پروسې ته تاوان ورسیږی.  پژواک خبری اژانس ددی نه هم لا وړاندې ځی او وایی: «نامبرده [غنی] ازداکتر نجیب الله رئیس جمهور پیشین یاداوری کرد که ملل متحد با وی تعهد نموده بود ولی محافظت درست از وی نکرد و در نهایت کشته شد». مطلب داچې اشرف غنی د امریکا او طالبانو تر منځ د روغې جوړی سره په دی دلیل مخالفت کوی چی د خپل سر غم ور سره دی چې ګواکی دی به هم د نجیب غوندی ووژل شي، نه د سولی د تامین او د موقت حکومت د جوړیدو په صورت کې په هیواد کی د ناتار حاکم کیدلو او د یوی سترې فاجعی د منځته راتګ په خاطر.

دوی ملامته نه دی ځکه چې امزیکا په افغانستان کې میډیا ته په لومړی سر کې ۷۰ ملیون ډالر ورکول او په ۲۰۱۰ کال کې دا مقدار ۳۰ ملیون ډالرو ته را کم کړ. د میډیا مالیکینو خپل اداري لګښتونه د دي مرستی څخه پوره کول او د اعلاناتو له درکه ګټلې پیسې ددوی شخصی جیبونو کی ولیدلی. د اعلاناتو د درکه د میاشتی د دوی عاید د ۱۵۰،۰۰۰ نه تر ۴۰۰،۰۰۰ ډالرو پوری و. نو دوی باید داسی څه و نه وایی چې امریکا پرې خپه کیږي.

ددی لا هم بدتر د اشرف غنی د مخالفو سیاستمدارانو دريځ دی. حکمتیار چی د ۱۳۷۱ کال د انتقالی حکومت د خدعی اصلی قربانی و داسی وایې: «طالبان که د اوسنی حکومت سره خبرو ته اماده نه وی، او غواړي چی د یو بیطرفه حکومت سره مذاکرات وکړی نو ښه خبره به وي چې اوسنی حکومت له منځه یوړل شي او داسی موقت حکومت را منځته شي چی د ټولو د منلو وړ وي.» حکمتیار لا زیاتوی چې دا حکومت مشروعیت نه لری. اوس خو د ده څخه دا پوښتنه کیدلی شي چی تا ولی د دې «نا مشروع» حکومت او د هغه د مشر اشرف غنی سره د سولی او جوړاوی موافقه لاسلیک کړ. که دا حکومت هغه وخت چی تا ورسره روغه کوله مشروع و نو اوس څنګه مشروعیت نه لري. کله چې حکمتیارکابل ته راغی ده په مکرر شکل دا ویل چی غواړی دا اوسنی نظام وساتي. اوس یې ولې په ورانولو پسې دی. څرنګه چی د قطر خبری د پاکستان خبری دي او د دې هیواد په ګټه پر مخ بیول کیږی نو داسې بریښي چی د حکمتیار صاحب یارانه لا اوس د پنجابیانو سره ده او د هغوی د خوشالولو د پاره یی زمونږ د وروستی تاریخ ترخی پېښې چې ده ته په کې شخصا ډیره صدمه رسیدلې ده هیرې کړي دي. دده د ګوند اضمحلال د طالبانو/پاکستان لومړی هدف و.

د پخواني ولسمش، کرزي، دریځ هم په دی مورد کې مبهم دی خو د موقت حکومت څخه د پلوی دریځ یی د افغانیتان د پاره خطرناک دی.  په افغانستان کی د سولی د موضوع په سر دده او د امریکاییانو تر منځ کلک اختلاف شتون درلود تر دې حده چې ده د امریکا سره د دوه اړخیزه امنیتی موافقه لیک د امضا کولو څخه ډډه وکړه. هغه وخت دده دا کار سم و چې امریکا ته یی وویل چی که زما په هیواد کې هډه غواړی نو دلته به لومړی سوله راولی.

د څو کلونو را هیسې د افغانستان په سیاست کې یو اوڅار لوبغاړی او جمهوری ریاست ته په راتلونکو انتخاباتو کی کاندید حنیف اتمرهم اشرف غنی د سولی د خبرو په سبوتاژ کولو تورن کوي او وایی: «حکومت ددې پر ځای چې د روانو مذاکراتو په اړه هیله بخښونکي څرګندونې وکړي ددې پروسې د سبوتاژ او په خلکو کې د ویرې خپرولو کوشش کوي. حکومت نه شي کولی چې د سولی روانه پروسه سمه رهبری کړی.» د حنیف اتمر د خولې نه چی د ډاکټر نجیب الله په وخت کی د خاد په بد نامه اداره کې رئیس و او په ټولو جریاناتو ښه خبر دی د داسې وینا راوتل حیرانونکي دي. دی خو یا د سولی په معنی نه پوهیږی او یا خو په افغانستان کې د ګډوډۍ د بیا راتګ او پر افغانستان د طالب په نامه د پاکستان د حاکمیت سره مخالف نه دی. دی ښه پوهیږي چې د طالبانو په وخت کی د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کی پاکستانیان ناست وو. د افغانستان د اردو د فرقو قوماندانان پاکستانیان وو. زه اقلا موثق خبر یم چی ملا نیک محمد وزیر چی بیا امریکا د پاکستان په اشاره په ژوب کی د خپلی کورنۍ سره وواژه په قرغه کی د اتمی فرقې قوماندان و. په افغانستان کې د تجارتی معاملاتو سعر پاکستانۍ روپۍ وه. د افغانستان بهرنی سیاست کاملا د پنحابی جنرالانو په لاس کې و. لنډه داچې په افغانستان کی د پاکستان راج چلیده. په اجتماعی مسایلو کې طالبانو د لمونځ ګزارانو څخه د جومات په منځ کې امتحان اخیسته، په سرکونو به یې د افغانانو محجوبه ښځې په درو وهلی او اهانت به یی ورته کاوه. د علم او د دنیا د پرمختګ نه بیخبره وو او دي. پر افغانستان دداسی خلکو حاکم کیدل به ستره تاریخی ابتلا وي.

خو اتمر صاحب خپل پوستین ډیر ځله بدل کړی او دا وینا به یی هم د ولسمشر کیدو په هیله د امریکا د خوشالولو د پاره کړې وي خو که امریکا او پاکستان طالبان بیرته په افغانانو حاکم کړی دا ارمان به یې هم پوره نه شي. اوس یې د هغه نظام په ورانولو پسې پښې لوڅې کړي دي چی ده یې ځان د هغه د ولسمشر کیدو د پاره کاندید کړی دی.

چې خبرې لنډې کړو نو باید وویل شي چی د افغانستان د اوسنی ادارې (ښه ده که بده) پر ځای د یو موقت حکومت جوړول به په افغانستان کی د جګړی د ادامې په معنی وي. او هغه په دې ډول چی ددې ادارې د ړنګیدو سره سم به د افغانستان اردو د تشتت او بالاخره انحلال سره مخامخ شي نو «موقته اداراه» به د خلکو او د ځان د امنیت د ساتلو د پاره ځواک و نه لري. طالبان به یوازینی ډله وی چی مسلح افراد به یې په اختیار کی وي. دا ډله به د پاکستان په نظامی همکارۍ  په لنډه موده کی موقته اداره له منځه یوسی او په انحصاری شکل به واک په لاس کې واخلي. هیره دې نه شي چی کله چي  طالبان په کندهار راننوتل نو د پاکستانی ورځپانو په وینا یوه شپه مخکې دهغه هیواد پوځ د چمن نه په سپین بولدک د توپچي سخته حمله وکړه تر څو د هغه ځایه د حزب اسلامی مسلح افراد وباسي. دا کار دا خبره ثابتوی چی د میډیا د ادعا خلاف طالبان د برهان الدین ربانی د قوله د ازالی منکرات د پاره د میوند په ولسوالۍ نه بلکه د پښتونخوا په چراټ کی جوړ شوی وو. د طالبانو په اداره کی به د ملی شورا ځای د علماو شورا ونیسي، یعنی د هغه کسانو شورا چې ټول علم یی یولس کتابه دی چی هغه هم ټول په عین موضوع بحث کوی.

نوکه دا د بهرنیانو شریکه پروژه – د طالبانو بیا برسر اقتدار کول – عملي شي نو د افغانستان ملی حاکمیت او حتی ارضی تمامیت به له منځه لاړ شي او کلونه کلونه به د وروسته پاتی توب او جهل په تیارو کې پروت وی. نو د داسې پېښې د کیدلو د مخنیوی د پاره د اوسنۍ ادارې ساتل حیاتی اهمیت لري. او څوک باید د سولی په بهانه د پردو په خبرو دوکه نه شي. که بین الافغانی مذاکرات کیږی هغه به د اوسنی حکومت او مسلحو مخالفینو تر منځ وي. دا بی تفاوته ده چې ددې حکومت مشران څوک دي. د موقتی اداری جوړول د افغانستان د بربادی سبب کیږی چی مخه یې باید په هره بیه چې وي ونیول شي.    پای

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.