The news is by your side.

د مونیخ امنیتی کنفرانس او د حمدالله محب ځواب!

0

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې په داسې حال کې چې جان کیري هم موجود و؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په اشارې سره په لوړ جرئت د افغانانو له برحقې داعیې دفاع وکړه:
« ټول پوهېږي، چې مونږ د خپلې ملي واکمنۍ په اړه څومره جدي یو، زمونږ ګاونډیان هم پوهېږي، خو کله کله ترې هېرېږي!(لاس یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لوري ته پورته کړ).
هغوی دې فکر نه کوي، چې که فشارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر کړي، موږ به پر شا شو. افغانستان پر هغه دریځ نه دی ولاړ، چې ترې په شا کیدل شوني دي. موږ په قوت ولاړ یو. افغانستان لکه د ځینو نورو هېوادونو یا استعمار (اشاره یې پاکستان ته وه) له لوري نه دی جوړ شوی، بلکې هغه هېواد دی، چې پر قربانیو او ایثارګریو جوړ شوی دی.»

(Visited 174 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.