The news is by your side.

د نیمروز ګمرک خدمات ۲۴ ساعته شول

0

د ګمرکونو ریيس احمدرشاد پوپل وايي، د نیمروز ولایت ګمرک به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانېستی وي.
نوموړي یاد ولایت ته د سفر په لړ کې د نیمروز د ګمرکي خدماتو د ۲۴ ساعته کولو د اعلان ترڅنګ، د ګمرکي عوایدو د ډېرېدو او د ګمرکي خدماتو پر ښه کېدو یې د دغه ولایت د ګمرک له مسوولانو سره خبرې وکړې.
هغه په ورته وخت کې د ایران د ګمرک له مسوولانو هم وغوښتل چې خپل ګمرکي خدمات د افغانستان په څېر ۲۴ ساعته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د متشبثو عالي بورډ وایي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د سوداګریزو توکیو د وارداتو لپاره د لابراتوارونو نه‌ موجودیت سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.