The news is by your side.

د ورځې سلګونه کسان له افغانستانه ډالر باسي

0

په افغانستان کې د مرک د مرکزي بانک رییس له افغانستانه د ډالرو قاچاق د افغانۍ د ارزښت د ټيټېدو لامل بللی او ویلي چې اوس هره ورځ سلګونه کسان د ډالرو د لېږد په موخه ایران او دوبۍ ته ځي.

سږ کال د وري په درېیمه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥،٦ افغانۍ و، خو نن د غبرګولي ۱۹مه یو امریکايي ډالر٧٩،٧٠ افغانۍ ده.

مشرانو جرګې نن د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق، د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال او د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې د ادارې رییس رابللي وو، څو له هېواده بهر د ډالرو د قاچاق او افغانۍ د ارزښت د کمېدو په اړه وضاحت ورکړي.

ښاغلي صدیق بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د لېږد تر څنګ د صادراتو او وارداتو تر منځ د تعادل نه موجودیت او په هېواد کې د جګرې او سیاسي بې ثباتۍ دوام د افغانۍ د بې ثباتۍ لاملونه وګڼل او وزیاته یې کړه چې هر ورځ په سلګونه کسان بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د لېږد په خاطر سفر کوي.

ده وویل، د دې کار د مخنیوي لپاره پر یوې مقررې کار روان دی او د هغه پر بنسټ به مرکزي بانک د پیسو د لېږد حد اقل اندازه وټاکي.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو مرستیال عبدالله رقیبي وویل، د سرحداتو د ډالرو د قاچاق د مخنیوي او په ګمرکاتو کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو پر مقررې کار روان دی چې له مخې به یې په ګمرکونو او هوايي ډګرونو کې پراخ اصلاحات راشي.

د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمنو سره د مبارزې د ادارې رییس محمد حامد وویل، د دې ریاست مامورینو په تېر یوه کال کې بهرنیو هېوادونو ته د یو میلیارد او ۸۰۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د مشرانو جرګې ځینو غړو بهرنیو هېوادونو ته د ډالر د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخیستل شي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.