The news is by your side.

د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو شبکه جوړه شوې

0

د ولسي جرګې یو شمېر برحاله وکیلان، د پارلماني ټاکنو ناکام نوماندان، قومي مخور او یو شمېر سیاسي څېرې د هغې شبکې فعاله غړي دي، چې د (سوله که ټاکنې؟) تر شعار لاندې کمپاین کوي.

په کابل او ولایتونو کې ددې شبکې منظمو غونډو ته ځوانان غوښتل کېږي او ټول فشار پر دې دی، چې ولسمشریزې ټاکنې باید وځنډېږي او په ټولیزو رسنیو باید د ټاکنو ځنډ ته تبلیغ وشي.

تېره اونۍ په دارلامان کې ددې ناستې یو ګډونوال وایي: ((وکیل صیب موږ ته ځان واکداره استازی معرفي کوي. زموږ دنده دا ده چې سوله که ټاکنې لومړیتوب لري؟ تر عنوان لاندې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ ته تبلیغ وکړو او دواړه د یو بل سره په ټکر کې معرفي کړو. د غونډو مالي لګښت د امریکا د ځانګړي استازي دفتر ورکوي.))

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته له درېیو اونیو کم وخت پاتې او هاخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات لا هم مبهم دي، خو د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ لپاره په بېلابېلو پروګرامونو کار روان دی.

تازه د یوې شبکې په اړه معلومات ترلاسه شوي، چې مالي لګښت یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دفتر کوي. دوی د ولسي جرګې یو شمېر برحاله وکیلان، د پارلماني ټاکنو ناکام نوماندان، قومي مخور او د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون د ټولنیزو شبکو فعال ځوانان په دې شبکې کې راټول کړي دي.

دوی په کابل او ولایتونو کې د مدني فعالانو او سیاسي څېرو په نوم غونډې کوي او ټول کمپاین یې پردې راڅرخي چې ولسمشریزې ټاکنې باید وځنډېږي.

سره له دې چې افغان حکومت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار لري او ورته د بشپړ تیاري خبر ورکوي، خو د امریکا ټول فشار پر دې دی، چې له طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک لپاره باید ټاکنې وځنډېږي، هغه څه چې د افغان حکومت غوسه یې راپارولې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ټاکنو پر ځنډولو ټینګار کوي او د سې شنبې په ماښام له ولسمشر غني سره په لیدنه کې یې وویل: ((یوازې د سولې موضوع نه ده، بلکې بیرون خلک او نور کاندیدان د ټاکنو له شفافیت اندېښنه لري، نو اوس د ټاکنو لپاره ښه وخت نه دی او ښه به وي چې وځنډول شي.))

خو ولسمشر غني ورته په ځواب کې وویل: ((د ټاکنو د شفافیت لپاره ټول موارد له ټولو کاندیدانو سره په مشوره ترسره شوي او حکومت ژمن دی چې نړیوالو څارونکو ته د څار ټولې اسانتیاوې برابر کړي او ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي.))

د ټاکنو د ځنډولو لپاره د نوې شبکې ټول تمرکز پر ځوانانو دی او د تېرې جمعې په ماښام په دارالامان کې غونډه رابلل شوې وه. د غونډې یو ګډونوال وویل: ((ګډونوالو ته نغدي ډالر ووېشل شول او د تېرې دورې وکیل صیب ځان د خلیلزاد واکداره استازی معرفي کوي.))

تازه معلومات دا دي، چې د ټاکنو او سولې په لومړیتوب د خلیلزاد او ولسمشر غني په لیدنه کې هم جنجال شوی  او ولسمشر په خلیلزاد تور پورې کړی، چې مذاکرات یې یو اړخه دي او ټوله هڅه یې دا ده چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.