The news is by your side.

د ولسمشر غني په مشرۍ؛ د امنیت شورا په غونډه کې د غزني د ټاکنو په اړه خبرې شوې

0

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه خبرې شوې دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په پیل کې د غزني د ټاکنو په اړه مفصل بحث شوی دی او وروسته غونډې د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال او د اجراییه ریاست لومړي مرستیال ته دنده سپارلې چې د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته نوې طرحه چې غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو له مخې ووېشي، د تصویب لپاره وړاندې کړي. په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو او د مرکزې احصایې ادارې ته لارښوونه شوې چې له دواړو مرستیالانو سره د یادې طرحې د تدوین او تخنیکي کار په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.