The news is by your side.

د پاکستان سوداګریزو توکو په افغانستان کې خپل بازار بایللی دی

0

دې انټرنشنل:
د پاکستان سوداګریزو توکو په افغانستان کې خپل بازار بایللی دی

دې انټرنشنل ورځپاڼې په خپل یوه تحلیل کې لیکلي دي، چې پاکستان د افغانستان په برخه کې د سوداګرۍ اړوند ناسم سیاستونه غوره کړي او د همدې ناسمو سیاستونو له امله یې په دغه هېواد کې خپل بازار بایللی دی. سرچینه زیاتوي پاکستانی حکومت په ظاهره وایي چې افغانستان ته ددوی صادرات ډېر شوي دي خو په اصل کې دا خبره برعکس ده. د ورځپاڼې په خبره په ۲۰۱۱ او ۱۲ کلونو کې پاکستان افغانستان ته د ۲،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې دغه شمېره اوسمهال ۱.۴ میلیارده ډالرو ته راښکته شوې ده.

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.