The news is by your side.

د کابل ننني برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ ټپیان دي

0

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات یوې خبرې غونډې ته ویلي: د کابل شپږمې امنیتي حوزي ننني موټر بم برید کې ۱۴ تنه وژل شوي دي او ۱۴۵ نور ټپیان دي.

پېښه نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د چاودیدونکيو توکیو د یو ډک موټر په واسطه چې د شپږمې امنیتي حوزې د نظام قراول پر امریت یې چاودنه وکړه، رامنځ‌ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، د پېښې زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شتون لري.

عیني شاهدان وایي د چاودنې د شدت له امله تر څو کیلو مټري پورې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.

د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه د دفاع وزارت اړوند حربي ښوونځي ته نږدې موقعیت لري او دا دويم ځل دی چې پر یاده حوزه موټر بم برید کیږي.

د ۱۳۹۵ کال په ژمي کې هم په دې حوزه موټربم برید شوی و چې ۱۵ تنه یې وژلي وو او ۵۰ نور ټپیان وو.

د کابل د ننني موټر بم برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

ارګ او اجراییه ریاست نننی برید غندلی دی او عاملین يې جنایتکاران بللي دي.

ارګ ویلي: طالبان غواړي د دغه شان بریدونو په ترسره کولو، د سولې پروسه کې امتیاز تر لاسه کړي چې په وینا یې هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.