The news is by your side.

د کندهار ښار په عینو مېنه کې چاودنه شوې

0

د کندهار ښار په عینو مېنه کې چاودنه شوې خو د څرنګوالي او زیان په اړه یې بېلابېلې څرګندونې کېږي. دغه پېښه نن غرمه د عینو مېنې اړوند پر اېن سړک رامنځته شوې ده. د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وویل، د عینو مېنې په یوه کور کې اورلګېدنه رامنځته شوې او وروسته ګازډبې چاودنه کړې ده، خو زیاتوي چې په دې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي او نور زیان نه لري. خو ځینې سرچینې بیا وايي، چاودنه د بلوڅانو په یوه کور کې شوې چې مرګ ژوبله هم لري. دغه بلوڅان د کرښې له هغې غاړې بلوچستان ایالت څخه دلته راغلي او مېشت دي. د شوې چاودنې له امله کور ته هم زیان اوښتی او ویجاړ شوی دی.

(Visited 148 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.