The news is by your side.

د ۴۰۰۰۰ ډالري معاش حکم جعلي دی

0

هغه حکم چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او ادعا دا ده چې سوداګرۍ وزارت کې یو بهرنی سلاکار د ولسمشر محمد اشرف غني په لاسلیک ۴۰۰۰۰ ډالره معاش اخلي، ناسم او جعلي بلل شوی دی.

سوداګرۍ وزارت کې ځینو سرچینو ویلي، حکم جعلي دی او ولسمشر هېڅکله په ډالري حکم لاسلیک نه دی کړی.

یو شمېر نورو سرچینو ټینګار کړی دی چې دغه موضوع د دولت ساز ټیم خلاف یوه د نورو ټیمونو دسیسه ده.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر جعلي حکمونو ښکته پورته شوي دي چې وروسته بیا جعلي بلل شوي دي.

سوداګرۍ وزارت ویلي، نه په دې نوم کوم سلاکار دغه وزارت کې کار کوي، نه په دومره اندازه معاش چاته ورکول کېږي.

(Visited 82 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.