The news is by your side.

روزګانیانو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

0

په روزګان ولایت کې قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنو استازیو او مېرمنو د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال پر وسله‌والو طالبانو د اوربند او سولې غږ وکړ.
په‌دې غونډه کې د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه خلکو ته مالومات ورکړل شول او ترڅنګ، یې له وسله‌وال طالبانو د روژې په میاشت کې د اوربند او سولې کلکه غوښتنه وکړه.
په‌دې غونډه کې د روزګان ولسوال اسدالله سعید طالبانو ته په خطاب کې وویل، روژه د عبادت او له خلکو سره د همکارۍ او مرستې میاشت ده؛ نو پر مهال یې باید له جګړې لاس واخېستل شي.
نوموړي زیاته کړه، د جګړې پر ځای دې راشي په سوله کې دې امتیاز واخلي او په وینا یې د جګړې ښکېل اړخونه باید یو بل ته بښنه وکړي.
خو وسله‌والو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د روژې پر مهال جګړه وکړي او په همدې اړه یې ورته ځینې دلایل هم وړاندې کړي دي.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.