د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له ترهګرۍ سره د جګړې او د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلاماباد سره نږدې همکاري کوي.
ماریا زاخارووا ټینګار کوي چې اسلاماباد او مسکو د داعش وسلهوالې ډلې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا هلېځلې ډېرې شوې دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، له افغانستان سره پر پوله لګېدلي هېوادونه پهدې لړ کې ستره همکاري کوي او روسیه د سیمې د خپلو پولو د امنیت ټینګښت لپاره د یادو هېوادونو د هڅو او همکاریو باوري شریک دی.
د افغانستان د سولې پروسې په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تر یادو څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکیو سره یې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې وې.
(Visited 31 times, 1 visits today)