The news is by your side.

روسیې پر امریکا د نوي توغوندي ازمویلو له کبله نیوکه کړې ده

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر امریکا نیوکه کړې او د امریکا لخوا د ځمکې ځمکه ویشتونکي کروز توغندي ازمویل یې د تاسف وړ کار بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي، دومره ژر د توغوندي ازمویل ددې ښکارندویي کوي، چې امریکا لا له وړاندې د ای اېم اېف تړون د ماتولو لپاره تیاری نیولی و. آی اېم اېف یا د منځني واټن اټومي وسلې د کنټرول تړون په ۱۹۸۷ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و، خو د روانې میاشتې په لومړیو کې فسخه شو.

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.