The news is by your side.

سادات: ژمنه مو دا ده چې قانون پر ټولو یو شان پلی کړو

0

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات د پولیسو نننیو کړنو ته په اشارې ویلي، چې د ولسمشر له هدایت سره سم مو ژمنه مو دا ده چې قانون به پر ټولو یو شان پلی کړو.

سادات په ټینګار سره ویلي، چې مونږ د لنډه غرۍ، ترهګرۍ او اوباشۍ پر خلاف جدي او دې برخه کې مو اقدامات هم کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو بهیر روان دی او مثبته پایله یې ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال څرګنده کړې چې ملت دې وخت ورکړي تر څو د پولیسو لیکو کې اصلاحات راولو.

خوشحال سادات پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نن ځانګړو ځواکونو زیات شمیر نامسووله وسله وال کابل ښار کې د وسلو ناقانونه لېږد په تړاو ونیول.

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.