The news is by your side.

سعودي: جګړه نه غواړو خو د هر تیري ځواب ته کافي بې حوصلې یو

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، سعودي جګړه نه غواړي خو هر ډول تیري ته د کوټلي ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتوالی لري او کافي بې حوصلې دي. هغه یوې خبري غونډې ته ویلي، دوی به هڅه وکړي چې په هر صورت د جګړې مخه ونیسي خو که څوک تیری کوي نو سخت ځواب ورکولی شي. سعودي دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې څو ورځې وړاندې یې د تیلو دوه ټانکرونه په ډرون وویشتل شول. د یاد برید پړه حوثي ملېشو پر غاړه واخیسته خو ریاض یې تور پر ایران پورې کړ او ګواښ یې وکړ چې که چېرته تهران بیا هم ورته عمل وکړي نو سخت به پښیمانه شي.

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.