The news is by your side.

سعودیان تر سهاره د ماریا کاري کنسرت ته وېښ وو

0

د سعودي عربستان پاچا عبدالله اقتصادي سیلاني ښار کې د لومړي ځل لپاره امریکایۍ سندرغاړې ماریا کاري تر ګهیځه سندرې وویلې، چې پر خواله رسنیو د عربانو له هرکلي ډکه د سندرو مېله بللې ده. د بي بي سي د خبر له مخې د سندرو دا مېله د فبرورۍ پر دویمه د سعودي عربستان لوېدیځ جدې ښار د پاچا عبدالله اقتصادي ښارګوټي کې ترسره شوې ده. ځینو فعالانو او خواله رسنیو کارونکو د دې مېلې وېډیوګانې پر خواله لاس په لاس کړې دي. جده ښار کې د پاچا عبدالله اقتصادي ښار یوه اونۍ وړاندې پر ټویټر اعلان وکړ، چې د ماریا کاري دا محفل به د جنورۍ میاشتې په پای کې ترسره کېږي. تېر کال هم سعودي عربستان کې سعودي سندرغاړي محمد عبده په کانسرتونو کې ډېرې سندرې وویلې، همدارنګه سعودي هنرمند رابح صقر او عراقي سندرغاړي ماجد المهندس هم د سندرو کانسرټونه جوړ کړل.

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.