The news is by your side.

سوله؛ خلیلزاد وایي د ځواکونو د کاږلو نه، بلکې د سولې هوکړه غواړو

0

شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د بهر کولو هوکړه نه، بلکې د سولې یو توافق غواړي.

نوموړي د قطر پلازمېنې دوحې ته له رسېدو وړاندې ویلي، مونږ د داسې یوې هوکړې په لټه کې یوو چې د ځواکونو اېستلو ته زمینه برابره کړي؛ افغانستان کې زمونږ اوسېدل هم مشروط دي او وتل به هم مشروط وي.

هغه هیله مندي ښودلې داسې برېښي طالبان د سولې  هوکړې لاسلیک ته تیار دي، که تیار وي، مونږ هم چمتو یوو چې لاسلیک یې کړو.

خلیلزاد دوه ورځې اسلام آباد کې و.

هغه له پاکستانیو چارواکو سره مفصل بحثونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، خلیلزاد د دغه هېواد له چارواکو سره خبرو کې څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان خاوره باید د یو بل پر ضد ونه کارول شي او پاکستان باید د افغانستان د سولې پروسه کې همکاري وکړي.

پاکستان هم ویلي چې دوی چمتو دي څو د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

واشنګټن پوست نن د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې ممکن نږدې  وختونو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر بنسټ، ۶۰۰۰ امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

امریکايي چارواکو واشنګټن پوست ته ویلي، د سولې خبرې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي، خو که طالب مشران یې مخالفت ونه کړي، ممکن همدې اوونۍ کې لاسلیک شي.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.