The news is by your side.

سټولټنبرګ:  له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو ته بېړه نه لرو

0

د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې تر اړتیا ډېر نه پاتې کېږي، خو زیاتوي، دوی تر هغه وخته له افغانستانه نه وځي، څو پورې داسې حالات رامنځته نه کړي چې دوی د خپلو سرتېرو ايستلو يا کمولو ته چمتو شي. سټولټنبرګ وايي، د وتلو او يا سرتېرو کمولو پر مهال دا فکر هم کوي چې ددوى مهم هدفونه له ګواښ سره مخامخ نه شي او افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

بلخوا نوموړي په پنټاګان کې د امريکا د دفاع سرپرست وزير شانهان سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته ويلي چې د افغانستان په اړه له امريکا سره په ګډه کار کوي. د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د ناټو له ماموريت څخه موخه داده، څو د سولې د خبرو لپاره زمينه برابره او داسې حالات رامنځته شي، چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.