The news is by your side.

سیلابونو د جام تاریخي څلی له خطر سره مخ کړی دی

0

په غور کې د جام مینار د سیلابونو له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري ویلي چې د جام مینار په وروستیو کې د سختو سیلابونو د راوتلو له امله د نړېدو یا زیانمنېدو له جدي خطر سره مخ دی. دده په خبره دغه مینار د افغانستان ستر فرهنګي میراث دی خو که یې پر وخت د ساتلو لپاره اقدام ونه شي نو ښایي دغه ستر فرهنګي هویت زیانمن شي. هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو تر دې له دغه مینار د سیلاب د لرې کولو په برخه کې هڅه کړې ده، خو لا ډېر کار او مرستو ته اړتیا لري. هغه پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو لوړپوړو چارواکو غږ کړی چې د مینار په ساتنه کې بېړنۍ او جدي مرسته وکړي. د جام مینار یا څلی د غوریان د مشهور پادشا سلطان غیاث الدین له لوري ودان شوی و. دغه څلی لا هم د غور ولایت کې پر خپل ځای دی او د نړۍ له ګوټ ګوټ یې د کتونکو پام ځان ته اړولی دی.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.