The news is by your side.

سیګار؛ تر سولې وروسته افغانستان مرستې ته اړتیا لري

0

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش وايي، افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو مالي مرستې ته اړتیا لري.
سیګار په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکوي چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي دوام و نه‌ کړي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې د ټینګښت بیه به هومره زیاته وي چې لګښت یې یوازې نړیوال مرستندویان ورکولای شي.
د سیګار مشر جان سوپکو په واشنګټن کې د سټراټېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د دې راپور جزیات له خبریالانو سره شریک کړل.
په دې راپور کې پراخې ناامنۍ، د پولیسو ناتواني، زيات فساد، کمزوری اقتصاد، د نشه‌يي موادو سوداګري او د ښځو د حقونو پر وړاندې ګواښونه هغه اصلي ستونزې یادې شوې چې په اړه يې اندېښنه ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل کړي او په دې اړه یې پنځه ځله له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

(Visited 32 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.