The news is by your side.

سیګار: په افغان-امریکایي پوهنتون کې میلیونونه ډالر ورک شوي دي

0

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی په خپل تازه راپور کې وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان- امریکايي پوهنتون سره د امریکا د مرسته شوو پیسو ۶۳ میلیون ډالر ورک شوي دي، خو دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې د سیګار دغه ادعا بې بنسټه بولي. سیګار چې افغانستان کې د امریکا د مرستو رونټیا ارزوي وايي افغان- امریکا پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان زده کوونکي د لیسانس څلور کلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي. د سرچینې په وینا که د امریکا حکومت هر افغان زدکوونکی امریکا کې کوم کالج ته استولی وای تر هغه به یې لږ لګښت کېده چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی لپاره په انګریزي ژبي پوهنتون کې شوی دی. خو د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغان- امریکايي پوهنتون پخوانی مشر ډیویډ سیډني- چې اوس د دې پوهنتون د بورډ مشر دی وايي، په دغه پوهنتون کې پیسې نه دي ورکې شوې او ټولې مرستې پر خپل وخت او له اړتیا سره سم لګول شوې دي.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.