The news is by your side.

شانګهای سازمان د همکاریو د پراختیا اعلامیه لاسلیک کړه

0

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د همکاریو د پراختیا یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. دوی پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د غونډې په وروستۍ ورځ ټینګار وکړ چې ټول به د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او همکاري به زیاتوي. د سازمان د دایمي غړو روسیې، چین، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و. غونډې ته د سازمان د دایمي غړو هند او پاکستان صدراعظمان ورغلي وو. د روسیې د جمهوري ریاست یوه مرستیال یوري اوشانکوف ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان مشران د ترورېزم او نشه یي توکو پر ضد پر مبارزې، اقتصادي پرمختګ او بشري مرستو خبرې کړي دي. د روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو مشران له بشکېکه پرون تاجکستان ته ولاړل. هغوی به په تاجکستان کې نن د اسیا د تعامل او باور جوړولو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.