The news is by your side.

شاهین د ۱۴ میاشتنۍ انتقالي ادارې په اړه د الجزیرې راپور رد کړ

0

 شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د الجزیرې وروستی راپور رد کړ.

شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې رسنیو کې د انتقالي ادارې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

الجزیرې راپور ورکړی و چې طالبان او امریکایان پر ۱۴ میاشتنۍ انتقالي ادارې هوکړې ته رسېدلي دي.

راپور کې دا هم راغلي و چې ټول امریکايي سرتېري به د ۱۴ میاشتونو په اوږدو کې وځي.

راپور کې ویل شوي و چې د سولې له توافق وروسته به د امریکا او طالبانو ترمنځ اوربند کېږي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.