The news is by your side.

شمال کې د دوستم شخصي ملېشه د طالب په نوم عام خلک ځوروي

1

د هېواد شمالي ولایت جوزجان کې د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم شخصي ملېشې د طالبانو په نوم سیمه کې مېشت پښتانه نیسي، وهي يې او ځینو مواردو کې يې وژني هم.

تازه جنرال دوستم د خپلو ملېشو پر مټ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند سیمو کې له تېرې ورځې راهېسې پوځي عملیات پیل کړي دي چې د عامو خلکو له توند غبرګون سره مخ دي.

د سیمې خلک وايي: د دوستم ملېشې په هغو سیمو کې د طالبانو خلاف عملیات کوي چې هلته یوه نیمه لسیزه د طالب په  نوم هېڅوک هم نه و.

د شبرغان ښار اړوند سیمو کې مېشو پښتنو نیوکه کړې چې نن مخکې له غرمې د دوستم شخصي ملېشو د دوی په کورنو عملیات کړي دي او اته بې ګناه عام وګړي يې له ځانه سره وړي دي.

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار یو تن اوسېدونکي محمد عیسی د ټلفون پر کرښه محور ته وویل “” مونږ له دې عملیاتو تر پوزې راغلي یوو، ماشومان مو ځوروي، سپین ږیري مو له کورونو باسي، یا یې وژني یا یې بندي کوي، زه قسم خورم چې دلته د طالب په نوم هېڅوک نشته دي، خو نن مخکې له غرمې د دوستم ملیشې راغلې او زمونږ له کلي یې اته بې ګناه پښتانه ځوانان ځان سره بوتلل.””

په همدې حال کې د پوځي چارواکو یو شمېر شنونکي وايي، دغه شان عملیاتو کې باید ډېر زیات له احتیاط کار واخېستل شي، ځکه نور دې خلک په لوی لاس د ږیرې او پګړۍ پر سر نه طالب کوي.

د شنونکو په وینا، دا واضح خبره ده چې طالب د خلکو په کورنو په زور سره ننوځي، اما دې کار کې ملت ګرم نه دی، ځکه طالب په ملت په زور ډوډۍ راوړي او اړ کوي يې چې کورونو کې باید ځای ورکړي.

باور دا دی، چې د هر کس له لوري د شخصي ملېشو پر مټ پوځي عملیات نه یوازې له نظام سره مرسته نه کوي، بلکې د ترهګرو خلاف د افغان ځواکونو په مورال ناوړه آغېز کوي.

خلک وايي، که جنرال دوستم د پوځي عملیات شوقي وي، نو خپل زرګونه سرتېري دې د پوځ لیکو ته ورکړي چې د ترهګرو خلاف قانوني او منل شوي عملیات ترسره کړي.

تر دې وړاندې حکومت دوستم ته خبرداری ورکړی و چې له دغه شان عملیاتو دې لاس په سر شي.

(Visited 57 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. دوکتور غروال says

    فاشست او قاتل کمونست دوستم غواړی چی د طالبانو په بهانه د پښتو ژبی سپیڅلی افغانان قتلی عام کړی ما همداسی یو بل فاشست میمنګی په نام د همدی دوستم قاتل ګروپ څخه یو ورځ په یو مجلس کښي وپیژنداو هغه ځان ته پوهاند هم وائي همیش د پښتنو پر ضد هر ځای کښي د خپلی چټلی خولی څخه مکروبی الفاظ راباسی ، دوی نه یوازی کمونستان او خرڅ شوی قاتلان دی بلکه تعصب او خرڅون دوی ته میراثی پاتی دی، داسی خرڅ شوی کسان باید د غیرتی افغانانو له خوا له مینځه یووړ شی !!!! بلی دداسی قاتلانو سره همداسی په کار دی
    حکومت ؟ یوازی په نام حکومت دی نوره توقع دداسی حکومت څخه نشی کیدای

Leave A Reply

Your email address will not be published.