The news is by your side.

طالبانو د یوناما پر وروستي راپور غبرګون ښودلی

0

وسله والو طالبانو د یوناما پر وروستي راپور چې پکې ویلي یې و، وسله والو په روژې میاشت کې په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي غبرګون ښودلی دی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبر پاڼه کې ویلي، چې یوناما ډېری بریدونه چې د داعش او یا هم نورو وسله والو ډلو لخوا تر سره کېږي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي په یو ډول د وسله والو په نامه طالبانو ته منسوبوي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې طالبان د خپلو بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخلي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړيتوب ورکوي. طالبانو ویلي، یوناما یوه اړخیزه پرېکړه کوي، ځکه پر طالبانو د بهرنیو او افغان ځواکونو په ډېری هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي چې یادونه یې نه کېږي. یوناما په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي و، وسله والو په تېره میاشت کې د هېواد په ډېری سیمو کې په قصدي ډول ملګي وګړي په نښه کړي دي. دغه دفتر ویلي، پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایت دی چې د جنګ ښکېلې خواوې باید ورته پام وکړي.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.