طالبان: که واک په لاس راغی ملي اردو له منځه وړو
ستانکزی: دا اردو به له منځه ځي نوره دوی ته اړتیا نشته.
Posted by Najibullah Azad on Thursday, January 31, 2019
له امریکا سره د وسله والو طالبانو د مذاکراتي پلاوي مشر عباس ستانکزي د افغان ملي پوځ، اردو او استخباراتو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه. هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، که د دوی ډله واک ته ورسیږي، اوسنۍ اردو او نور امنیتي جوړښتونه له منځه وړي. دې خبرو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي. منتقدینو دا د پاکستان خبره او اجنډا ګڼلې او ویلي، چې په دې ډول افغانستان نابودي.