The news is by your side.

عبدالله: له کابلیانو سره د ځانګړو ځواکونو پرونی برخورد غیر انساني و

1

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي د احمد شاه مسعود له پلویانو سره د ځانګړو ځواکونو د تېرې ورځې چلند او برخورد غیر انساني او غیر مسلکي و.

عبدالله چې نن يې د عاشورا مراسمو یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، ځانګړو ځواکونو باید له نامسووله وسله والو سره ناسم چلند نه وای کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د احمد شاه مسعود پلویانو تېره ورځ کابل ښار کې د مخامخ ډزو پر مهال د ګارنېزیون یو بریدمل شهید کړ او ګڼ شمېر نور ملکي وګړي يې سخت ټپیان کړل.

د ځانګړو ځواکونو پروني اقدامات د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ دي.

(Visited 35 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. دوکتور غروال says

    قاتل ، چورکوونکیۍ او د رنګارنګو خواوته خرڅ شوی عبدالله د قاتل د قتلونو قهرمان احمد شاه مسعود تما شائي ورځ باندی او د ایران مزخرفی عنعنی په شورا کښي د خپلو سقاؤیانو وحشت ملاتړ وکړ او د کثیف د جان کیری په کومک او ددرواغو متفکر د امریکا له ترس خاطره ئي د ملت په رأيو چټلی معاملی سره په ارګ کښي د سپیدار تعمیر کښي د ۵۰ فیصدی حساب باندی په تخت کینول شو ، که چیری ملی حکومت موجود وای نو دداسی مردودو کسانو ځای به اوس زندانونه وای ، افغانستان کښي دا ۴۱ کاله کیږی چی د شوریانو او وروسته د امریکایانو له خوا د خپلو غلامانو په وسیله اور بل ساتل شوۍ دی او د غیرتی ملت قربانی دهمدی پاکستان او ایران کښي د تنظیمونو او طالبانو تربیه شوو غلامانو په وسیله تر نن ورځ پوری تر پښو لاندی شویدی او ددوی بادارانو دوامداره د ملت واقعی مقاومت
    په خپلو غلامانو باندی د تبلیغاتو په وسیله محدود کړۍ دی ، زه پدی مطمئين یم چی ددی قاتلانو محاسبی وخت به راځی !!!!! پدی باوری یم

Leave A Reply

Your email address will not be published.