The news is by your side.

عربستان د خپلو متحدانو دوې بېړنۍ ناستې رابللې دي

0

سعودي عربستان له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې پر بېړیو او د تېلو د تولید پر تاسیساتو د حملو په اړه د خبرو لپاره په روانه میاشت کې د خپلو عربي متحدانو د دوو بېړنیو غونډو غوښتنه وکړه. د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د همکارۍ شورا او عرب لیګ مشرانو ته بلنه ورکړې چې د مې په شلمه د مکې په بېړنۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي. سعودي او نورو چارواکو ویلي چې په دې سرمشریزه کې به د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې پر څلورو سوداګریزو بېړیو او ریاض ته نږدې د تېلو د تولید پر تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکې پر بریدونو تمرکز وشي. ایران په دې حملو کې لاس لرل رد کړي، خو د یمن حوثیانو چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي، د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د حملې مسوولیت منلی دی.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.