The news is by your side.

علي احمد جلالي: افغانستان کې د دايمي سولې لپاره اوږدو مذاکراتو ته اړتیا ده

0

ددایمي سولې او تلپاتې ثبات لپاره د سولې خبرې ژر پایلې ته نه شي رسېدلی. د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چې د افغانستان جګړه ګڼ اړخونه لري او په دغه هېواد کې ددایمي ثبات لپاره د دوحې د سولې خبرې دومره ژر پایلې ته نه شي رسېدلی. دده په خبره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور، د طالبانو له لوري د جګړې درول، په افغانستان کې د یوه قوي نظام رامنځ ته کول او دې ته ورته مسایل هغه څه دي چې ژر ورباندې توافق نه شي کېدلی. جلالي چې دمګړی د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد دی وایي، ډېری داسې موارد دي چې طالبان په یوازې ځان له امریکا سره توافق نه شي ورباندې کولی. دده په خبره د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېست د طالب مشرانو ایستل، نظامي اډې یا دې ته ورته نور موارد د افغان حکومت له مرستې پرته نه شي حل فصل کېدلی. هغه د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی او په خبره هغه خبرې د افغانانو په ګټه دي چې د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي او د پردیو له روانو دسیسو افغانستان وژغوري.

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.