The news is by your side.

علي لاریجاني: ایران د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکوي

0

ایران وايي له اټومي هوکړې سره سم به د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکوي. د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا مجلس مشر علي لاريجاني ویلي ایران له نړۍ سره په اټومي برخه کې یوه واضح هوکړه لري. دده په وینا ایران به له دغه هوکړې سره سم د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکوي. ایران په ۲۰۱۵ کال کې له نړیوالو او امریکا سره په اټومي برخه کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ددغه هېواد پر اټومي تاسیساتو څارنه ډېرېده او محدودیتونه ورباندې وضع شول. امریکا وروسته له دغه تړون ووته او خبرداری یې ورکړ، چې د ایران اټومي فعالیتونه د هېچا په ګټه نه دي. خو لاریجاني وايي چې په تړون کې ذکر شوو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.