The news is by your side.

علي وزیر او محسن داوړ له بنده خوشې شول

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي، محسن داوړ او علي وزیر د پنجاب له زندانه آزاد شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړیو دغه خبر تایید کړی دی او ویلي دي چې داوړ او وزیر څو شېبې مخکې خوشې شوي دي.

د پي ټي ام د دې دوو مخکښو غړیو ضمانت تېره ورځ منظور شوی و چې نن شپه راخوشې شول.

داوړ او علي وزیر میاشتې مخکې د پاکستانیو ځواکونو لخوا د خړ کمر له پېښې وروسته ونیول شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو ویلي، پاکستانیو ځواکونو زندان کې پر محسن داوړ او علي وزیر سخت ظلم کړی دی.

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.